امنیت او پېښېمهم خبرونه

د ریچارډ بېنټ خبرداری: افغانستان کې د ماینونو تلفات د اندېښنې وړ دي

ریچارډ بېنټ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، د «د ماینونو د خطرونو د نړیوالې پوهاوي ورځې او د ماینونو پر ضد د عمل د ملاتړ» د لمانځنې په درشل کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د ماین‌پاکۍ پروګرامونو مالي ملاتړ زیات او دوامداره کړي. نوموړي ټینګار کړی چې دغه مرستې د ملکي وګړو د ژوند ژغورلو لپاره حیاتي ارزښت لري.

ښاغلي بېنټ د پنجشنبې په ورځ، د وري ۱۳مه، په یوه اعلامیه کې د ماینونو او د جګړو له پاتې شویو چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. د هغه په وینا، د ماین‌پاکۍ د عملیاتو د دوام لپاره بیړنۍ او دوامداره نړیواله پانګونه یوه ستره اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي راپور ورکوونکي زیاته کړه چې افغانستان لا هم د هغو هېوادونو په شمېر کې دی چې د ځمکنیو ماینونو او د جګړو له پاتې شویو چاودېدونکو موادو تر ټولو ډېر زیان ویني. دغه چاودېدونکي مواد په ګڼو استوګنیزو او کرنیزو سیمو کې پاتې دي او د سیمې د اوسېدونکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند ته ګواښ پېښوي.

په عین حال کې هیله کېږي چې د طالبانو اداره، د هېواد د سیمو د مسؤلې ادارې په توګه، د ماین‌پاکۍ د بنسټونو لپاره د خوندي او بې‌خنډه کار کولو چاپېریال برابر کړي او د خطرونو د کمولو او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره له نړیوالو ادارو سره اغېزناک همکاري وکړي؛ ځکه د اوسني وضعیت دوام د افغانستان د خلکو د ژوند او معیشت لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button