ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

د طالبانو د اقتصاد وزارت: د پاکستان د بریدونو له امله له ۲۷ زرو ډېرو کورنیو کډه کړې ده

د طالبانو اداره وايي، د پاکستان د بریدونو له امله ۲۷ زره او ۳۴۴ کورنۍ په هېواد کې بې‌ځایه شوي دي. دا شمېر ښيي چې د افغانستان ختیځ او جنوبي برخو کې د نويو بې‌ځایه کېدونکو کسانو څپې پراخې شوې دي. د طالبانو د اقتصاد وزارت په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازو او د کورنیو او بهرنیو ادارو له مشرانو سره د همغږۍ په یوه ناسته کې ویلي، دغه کورنۍ د هېواد په نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار ولایتونو کې له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي.

د طالبانو د اقتصاد وزیر، دین‌محمد حنیف، په دې ناسته کې له نړیوالو ادارو وغوښتل چې د بې‌ځایه شویو کسانو د وضعیت د ښه‌والي لپاره عاجلې مرستې ورکړي. دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې ډېرې له یادو سیمو مخکې هم له اقتصادي ستونزو او د بنسټیزو خدمتونو له کمښت سره مخ وې، او د ناامنۍ زیاتوالی د خلکو لاسرسی د بشري مرستو ته لا ستونزمن کړی دی.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو چارواکو خبرداری ورکړی چې سږ کال به د ایران او پاکستان له خاورې څخه تر درې میلیونو پورې افغان کډوال هېواد ته راستانه شي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسیف) د معلوماتو له مخې، تېر کال شاوخوا دوه میلیونه او اته لکه کسان افغانستان ته ستانه شوي وو.

د یونیسیف استازی په افغانستان کې، تاج‌الدین اویواله، په همدې ناسته کې وویل چې د ستنېدونکو خلکو اړتياوو ته رسېدنه د بشري ادارو له اساسي لومړيتوبونو څخه ده. د ده په وینا، تېر کال شاوخوا دوه میلیونه کسان ستانه شوي وو چې له هغو څخه یو اعشاریه اته میلیونه له ایران او نږدې یو میلیونه له پاکستان راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، شاوخوا ۵۰ سلنه ستنېدونکي ماشومان او ۳۰ سلنه ښځې دي، چې پکې د کور سرپرستې ښځې هم شاملې دي. دغه ډلې له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو څخه ډېر زیانمنېږي.

د یونیسیف استازي همدارنګه وویل، نږدې ۸۱ زره تنه د طالبانو ادارې او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله اغېزمن شوي دي. د ده په خبره، په نورستان ولایت کې د کامدیش او برګ متال په ولسوالیو کې نښتو د بشري مرستو د رسولو بهیر له خنډونو سره مخ کړی او دا حالت د خلکو د لاسرسي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

ده له مرسته کوونکو هېوادونو او نړیوالو ادارو وغوښتل چې خپلې مرستې زیاتې کړي، څو بې‌ځایه شویو او ستنېدونکو ته د خوړو او نغدو مرستو زمینه برابره شي. ده ټینګار وکړ چې د سرحدي سیمو لکه اسلام‌قلعه، میلک، تورخم او سپین بولدک په برخه کې باید له کډوالو د راتګ له پيله تر دایمي استوګنې پورې د خدمتونو لړۍ روانه وساتل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button