اقتصاد

طالبانو په کندهار او میدان وردګو کې د انکشافي پروژو د بشپړېدو خبر ورکړ

د طالبانو تر ادارې لاندې د کندهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست ویلي چې د سپین‌بولدک ولسوالۍ د حوت‌غره کلي کې یو کوچنی اوبو بند د ۲.۵ میلیونو افغانیو په لګښت بشپړ شوی او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د رسمي جزئیاتو له مخې، دغه بند د ورښتونو د اوبو د مهار په موخه جوړ شوی او د ۱۴۰ زره مکعب مترو اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري. د دې بند اوږدوالی ۱۰۰ متره او لوړوالی یې ۵ متره ښوول شوی دی. د بند د جوړېدو چارې د لسګونو کسانو لپاره لنډمهاله دندې برابرې کړې.

طالب چارواکي ادعا کوي چې د دې بند له ګټې اخیستو سره، په سیمه کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه هم برابره شي. خو د مسؤلو ادارو له خوا د پراخو اړتیاوو په وړاندې د دوامداره اوبو سرچینو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې بې‌پامې لا هم دوام لري.

په ورته وخت کې، د میدان وردګو د کلیو د پراختیا ریاست ویلي چې د جغتو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۱۲۴ ساختماني او بنسټیزې پروژې بشپړې شوې او سپارل شوې دي. دا پروژې چې ۱۷۰ میلیونه افغانۍ مصرف پرې شوی، د کليوالو سړکونو، پلونو، استنادي دېوالونو او د اوبو لګولو سیستمونو جوړول پکې شامل دي.

که څه هم طالبان دا انکشافي پروژې د بیارغونې یوه وسیله بولي، خو د شفافیت نه شتون او د غیر جانبدارې څارنې نشتوالی همېشه د دغو پروژو د موثریت او د عدالت پر بنسټ د پلي کېدو په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button