مهم خبرونهنړیوال

د ایران له تنش وروسته د امریکا د توغندیو زېرمتونونه کم شوي

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د منځني ختیځ وروستیو نښتو، په ځانګړي ډول له ایران سره د کړکېچونو له امله، د امریکا د پرمختللو توغندیو او هوايي دفاعي سیستمونو زېرمتونونه په پام وړ ډول کم شوي دي. په راپور کې د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله ویل شوي چې د کارول شوو توغندیو شمېر “د اندېښنې وړ” بلل شوی دی.

د راپور له مخې، په سیمه کې د نښتو دوام پر د امریکا د وسلو زېرمو دوه برابره فشار راوړی او د دفاعي سرچینو د مدیریت د بیا ارزونې اړتیا یې روښانه کړې ده. د دغو زېرمو د کمېدو کره شمېرې لا نه دي خپرې شوې.

له دې مخکې، د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم راپور ورکړی و چې اسرائیل د خپلو دفاعي توغندیو د جیرې بندي بهیر پیل کړی دی. د دې ورځپاڼې په وینا، د اسرائیلو د وسلو زېرمو کمېدل د ایران او حزب‌الله له پرله‌پسې بریدونو وروسته رامنځته شوي دي.

دا وروستي بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د منځني ختیځ په سیمه کې په تېرو میاشتو کې نظامي کړکېچونه زیات شوي او د جګړو د پراخېدو په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button