طالبان: د نهمداخلې پر بنسټ تعامل د پاکستاني اړیکو د حل کلي ده

د طالبانو اداره اعلان کړې چې د دې ادارې یو منځني پوړي پلاوی د پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره د چین اورومچي ښار ته تللی دی. ټاکل شوې ده چې دا خبرې د چین د حکومت په منځګړیتوب وشي او د خبرو اصلي تمرکز به د امنیتي مسایلو، سوداګریزو اړیکو او د دواړو لورو ترمنځ د اوسنیو تاوتریخوالو د سم مدیریت پر موضوعاتو وي.
عبدالقهار بلخي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا ناسته د چین په غوښتنه جوړه شوې ده او استول شوی پلاوی به په «متقابل درناوي او رغنده تعامل» ولاړ ګډون وکړي. د هغه په وینا، د طالبانو استازي به د ښې ګاونډۍ، د سوداګرۍ د پراختیا او د امنیتي مسایلو د اغېزمن مدیریت په اړه له پاکستاني لوري سره خبرې وکړي.
بلخي زیاته کړې ده چې د طالبانو اداره باور لري ډیپلوماتیک تعامل چې د نهمداخلې او ګډ تفاهم پر بنسټ وي، کولای شي د موجودو ستونزو عملي حل لارې رامنځته کړي او د سیمې د لا پراخې همکارۍ زمینه برابره کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو لورو ترمنځ د ناامنۍ او پولهیزو پېښو په اړه تاوتریخوالی زیات شوی دی.
په همدې وخت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم اعلان کړی چې د هغه هېواد یو لوړپوړی پلاوی اورومچي ته استول شوی دی. د ده په وینا، د دې سفر هدف دا دی چې د «تلپاتې حل» لار ولټول شي، څو د هغه په وینا «له افغانستانه د سرحدي ترهګرۍ د مخنیوي» لپاره ګامونه پورته شي.
پاکستان تر دې مخکې څو ځله ادعا کړې چې په هغه هېواد کې ځینې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي، خو د طالبانو اداره تل دغه ادعاوې رد کړې دي. سره له دې، د دغو تورونو دوام او د امنیتي اندېښنو د حل لپاره د روښانه سازوکار نشتوالی، د دواړو لورو اړیکې له جدي ننګونو سره مخ کړي دي، او تمه ده چې د اورومچي دا خبرې به د تاوتریخوالي په کمېدو کې مهم رول ولوبوي.




