امنیت او پېښېمهم خبرونه

د ۱۸ ولایتونو په سېلابونو کې د مړو شمېر ۵۱ تنو ته رسېدلی

د طالبانو تر واک لاندې د پېښو د مخنيوي ادارې ویاند ويلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. د دغو پېښو له ثبتېدو سره، په تېرو څلورو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو د قربانيانو شمېر ۵۱ تنو ته رسېدلی دی.

د يادې ادارې ویاند يوسف حماد د پنجشنبې په ورځ د وري په ۱۳مه، په يو ویډيويي پيغام کې وويل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې بارانونو او سېلابونو ۱۸ ولایتونه اغېزمن کړي دي. د ده په وینا، د باران شدت ۳۴۸ استوګنیزې کورونه په بشپړه توګه وران کړي او ۷۹۸ نور کورونه يې زيانمن کړي دي.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، سېلابونو همداراز ۲۴۴ کيلومتره سړکونه او درې زره او ۴۸ هکټاره کرنيزې ځمکې ته زيان رسولی دی. د دغو پېښو له امله ۲۰۱ کورنۍ بې‌ځايه شوې دي او سمدستي مرستو ته اړتيا لري.

د کابل، پنجشیر، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان‌وردګ، غزني، کندهار، زابل، ارزګان، هرات، فارياب، بادغيس، جوزجان، بغلان، بدخشان، ننګرهار او لغمان ولایتونه د هغو سیمو له ډلې دي چې د سختو بارانونو او سېلابونو شاهدان وو.

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي چې د طبيعي پېښو پر وړاندې ډېر زیان‌پذير دی. خو د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي تل له دې څخه شکايت کوي چې د مخنيوي او بېړنيو مرستو امکانات کم دي. تمه کېږي چې د طالبانو اداره د بحران د مدیریت او د اغېزمنو کورنیو د ملاتړ لپاره اغېزمن اقدامات ترسره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button