پزشکیان د امريکايي خلکو ته په پیغام کې: ایران د جګړې پیل کوونکی نه دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا د متحده ایالاتو خلکو ته په یوه پیغام کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو کړکېچونو په اړه وویل چې ایران د جګړې پیل کوونکی نه دی او خپلې کړنې د ځان دفاع په چوکاټ کې تعریفوي.
پزشکیان په دې پیغام کې ایران د نړۍ له زړو او لرغونو تمدنونو څخه وباله او وویل چې دغه هېواد په معاصر تاریخ کې د جګړهغوښتنې او برلاسيطلبۍ لاره نه ده غوره کړې. د هغه په وینا، سره له هغو فشارونو او مداخلاتو چې د نړیوالو قدرتونو له لوري ترسره شوي، تهران تل د ملتونو او حکومتونو ترمنځ توپیر کړی او له نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول له د امریکا له خلکو سره دښمني نه لري.
هغه د ایران د ګواښ په توګه انځورول ناسم وبلل او دا یې د سیاسي او اقتصادي قدرتي جوړښتونو له اړتیاوو سره تړلي وښودل. نوموړي ادعا وکړه چې د امریکا د ځواکونو او پوځي اډو پراخ تمرکز د ایران شاوخوا د کړکېچونو د زیاتېدو لامل شوی او تهران دا خپل طبیعي حق ګڼي چې د خپل دفاعي ځواک د پیاوړتیا هڅې وکړي.
د ایران ولسمشر همداراز پوښتنې راپورته کړې چې د جګړو او تاوتریخوالو دوام د امریکا د خلکو په ګټه دی که نه؟ هغه پر هغو بریدونو هم نیوکه وکړه چې د ایران پر حیاتي بنسټونو ترسره شوي او ویې ویل، دا ډول کړنې بشري او اقتصادي پایلې لري او کولی شي د سیمې بېثباتي نوره هم زیاته کړي.
په پیغام کې هغه د امریکا له لوري له پخوانیو تړونونو وتل او د مخامخۍ پر لور حرکت د کړکېچونو د زیاتېدو لامل وباله او له امریکايي خلکو یې وغوښتل چې د رسنیو روایتونه له نیوکه ډک نظر سره وارزوي. پزشکیان د ایرانی محصلانو او متخصصینو حضور ته په نړیوالو پوهنتونونو او شرکتونو کې په اشارې سره، د ایران پر علمي او ټولنیزو ظرفیتونو ټینګار وکړ.
هغه په پای کې وویل، تقابل او تعامل د نړیوالې ټولنې مخې ته دوه بېلابېلې لارې دي او د دې دوو لارو ترمنځ انتخاب به د راتلونکو نسلونو پر راتلونکې ژور اغېز ولري.




