مهم خبرونهنړیوال

چاک شومر د دۆنالډ ټرمپ څرګندونې د «تاریخي تېروتنې» په څېر وبللې

د امريکا د سنا مجلس د دموکراتانو مشر چاک شومر د ولسمشر دۆنالډ ټرمپ وروستۍ وینا چې د ايران په اړه وه، په سختو ټکو وغندله او هغه يې د امريکا د سياسي تاريخ له سترو تېروتنو څخه يو وباله. شومر وويل، د ټرمپ د ايران تګلاره روښانه موخې نه لري او دا کار کولای شي له جدي پايلو سره مل وي.

شومر د ولسمشر د وروستيو څرګندونو په اړه وويل، ايا کله هم کوم ولسمشر دومره جګړه‌ييز او بې‌ربطه وينا کړې ده؟ د ده په وينا، ټرمپ چې د خپلو موخو په څرګند تعريف کې پاتې راغلی، له همدې امله د واشنګټن متحدين ترې لېرې شوي او د امريکايانو له اقتصادي او معيشتي ستونزو نه‌پامي شوې ده.

دغه نيوکې په داسې حال کې مطرح شوې چې لا هم د واشنګټن او تهران تر منځ تاوتريخوالی دوام لري او راپورونه ښيي چې ايران د خپلو ټاکل شوو هدفونو پر ضد عملياتي غچ‌اخيستنې ته دوام ورکوي.

ټرمپ په خپله تازه وينا کې يو ځل بيا ادعا وکړه چې د ايران پر وړاندې بريالی شوی، خو دا ادعا د شومر په ګډون د ځينو دموکراتيک سياستوالو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button