مهم خبرونهنړیوال

ایران د امریکا ۱۶ ام‌کیو۹ بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې

یوه معتبره امریکایي شبکه راپور ورکړی چې له هغه راپدېخوا چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ جګړه پیل شوې، ایران ۱۶ پرمختللې «ام‌کیو۹ ریپر» بې‌پیلوټه الوتکې چې د امریکا ملکیت وې، نسکورې کړې دي. د «سي‌بي‌اېس» د شبکې د څرګندونو له مخې، دغه بې‌پیلوټه الوتکې د امریکا د ستراتیژیکو او لوړ لګښت لرونکو پوځي تجهیزاتو له جملې څخه دي.

د راپور له مخې، د هرې ام‌کیو۹ الوتکې اټکلی بیه شاوخوا دېرش میلیونه ډالره ده او ټولیز مالي زیان نږدې پنځه سوه میلیونه ډالرو ته رسیږي. د ام‌کیو۹ ډرونونه عموماً د څار، استخباراتي او د هدفمند عملیاتو لپاره کارول کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button