اقتصادمهم خبرونه

د انرژۍ نړيوال سازمان د بې ساري د تېلو بحران خبرداری ورکړ

د نړيوالې انرژۍ ادارې مشر فاتح بیرول خبرداری ورکړی چې د ايران پر ضد د روانې جګړې او د هرمز تنګي د تېلو د ټانکرو د تګ راتګ د محدودېدو له امله، د اپريل میاشتې د تېلو عرضه به د مارچ په پرتله دوه برابره راکمه شي. نوموړي وويل، دا حالت کولای شي د اروپا او نورو هېوادونو اقتصادونو ته جدي فشارونه ور واچوي.

بیرول د ناروې د ملي شتمنۍ د صندوق له رئيس نیکولای تانګن سره په انټرنېټي مرکه کې وويل، د هرمز د تنګي د تړل کېدو او د شدیدو محدودیتونو له امله به د لوېديځې آسیا د تېلو صادراتو ګډوډي نوره هم زياته شي. د هغه په وينا، له جګړې د پيل راهيسې له ۱۲ ميليونو زيات بشکې تېل له نړيوال عرضه‌يې سيستم څخه وتلي دي.

ده زياته کړه چې د مايع طبيعي ګاز د عرضې تر کمښت سربېره، د اپريل د تېلو کمښت به د مارچ په پرتله دوه چنده وي، او دا حالت ښايي د نوې انفلاسیون څپه رامنځته کړي او د ډېرو هېوادونو اقتصادي وده وروه کړي. نوموړي زياته کړه، هغه محموله‌وې چې تازه خپلو هدفونو ته رسېدلي، مخکې له جګړې تړون شوې وې، او د دغو قراردادونو د پای ته رسېدو سره به د تېلو د عرضې کموالی لا څرګند شي.

د دې نړيوال ارګان د مشر په وينا، د الوتکو د تېلو او ډیزلو کمښت د انرژۍ د بازار له عاجلو ننګونو څخه دي چې مخکې یې پر ځینو آسیایي هېوادونو اغېز کړی او ښايي ډېر ژر اروپا هم له ستونزو سره مخ کړي. نوموړي دا هم وويل چې د نړيوالې انرژۍ اداره د خپلو غړو د موافقې وروسته د ۴۰۰ ميليونو بشکو بې ساري ازادولو تر څنګ، د نورو ستراتېژيکو زېرمو د ازادولو امکان هم ارزوي.

بیرول اوسنی حالت د ۱۹۷۳ او ۱۹۷۹ د تېلو د بحرانونو او د ۲۰۲۲ د روسیې د ګازو د صادراتو د کمښت په پرتله، له پلوه هم پراخ او هم شديد وباله. هغه وويل، د جګړې له پيل راهیسې د لوېديځې آسیا شاوخوا ۴۰ مهمې د انرژۍ تاسیسات زیانمن شوي او د هغو بېرته فعالول وخت ته اړتیا لري.

هغه خبرداری ورکړ چې د نړيوال اقتصاد ځینې حياتي برخې، لکه د کیمیاوي سرې صنعت، د پټرولیم کيمياوي موادو توليد او د سلفر او هېلیوم سوداګري هم له ګډوډۍ سره مخ شوې ده، او د دې لړۍ دوام به د نړيوال اقتصاد پر راتلونکي پراخ اغېز وکړي. په عین وخت کې، په نړيوالو بازارونو کې د تېلو بيې په لوړېدلو دي.

د ۱۴۰۴ د حوت په نهمه د امريکا او اسرایلو لخوا پر ايران د پوځي بريدونو وروسته، يو شمېر لوړپوړي چارواکي او ملکي وګړي وژل شوي دي. ايران ويلي چې په ځوابي دفاعي اقدام کې يې د جګړې اړونده ځينې هدفونه په نښه کړي او د ښکېلو لورو د کښتیو تګ راتګ يې د هرمز په تنګي کې محدود کړی دی.

د لوېديځې آسیا روانې جګړې او د نړۍ د يو له مهمو انرژۍ لارو څخه د تېلو ټانکرو محدود تګ راتګ، د پراخې انرژۍ د بحران د رامنځته کېدو اندېښنې زياتې کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button