د ټرمپ د محبوبیت کچه ۳۳ سلنې ته راټیټه شوه؛ د تېلو د ګرانی اغېز سپینه ماڼۍ ته ورسېد

په څو تازه نظرپوښتنو کې په متحده ايالاتو کې څرګنده شوې ده چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ محبوبیت د تېلو او سون توکو د بیو له زیاتېدو وروسته کم شوی او په ځينو مواردو کې تر ټولو ټیټې ثبت شوې درجې ته رسېدلی دی. د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د ده د کار د رضایت کچه له ۳۳ تر ۴۳ سلنې پورې بدلېږي.
د آسوشېټېډ پرېس-نورک د څېړنیز مرکز او کوینیپیاک پوهنتون دوه بېلې نظرپوښتنې چې تېره اوونۍ خپرې شوې، د ولسمشر محبوبیت ۳۸ سلنه ښيي. په همدې حال کې، د ماساچوست پوهنتون یوې بلې نظرپوښتنې دا شمېر ۳۳ سلنه ثبت کړی چې د ټرمپ تر ټولو ټیټه محبوبیت بلل شوې ده.
خو د فاکس نیوز تازه نظرپوښتنې چې د شورو په ورځ خپره شوه، ښيي چې ۴۱ سلنه ګډونوال د ټرمپ د مشرتابه طرز ملاتړ کوي. همدارنګه د هاروارد له لوري ملاتړ شوې یوې بله سروې تېره اوونۍ د ده محبوبیت ۴۳ سلنه اعلان کړی دی.
د نظرپوښتنې د چارو پېژندل شوی کارپوه نېټ سېلور ویلي چې د ایران پر وړاندې د جګړې له امله د سون توکو بیو زیاتوالی د ولسمشر د محبوبیت د کمېدو «مهم لامل» دی. ده په ایکس شبکه کې لیکلي چې «د ټرمپ د رایو په بنسټ کې د زوال نښې ښکاري» او یوازې ۲۲ سلنه امریکایان د هغه په اړه «ډېر مثبت» نظر لري. د ده په وینا، د ۲۰۲۸ کال د ټاکنو ځينې نوماندان هم له ټرمپ څخه واټن نیسي.
د وروستیو پوځي پېښو له امله د نفتو بار وړونکو کښتیو تګ راتګ د هرمز تنګي له لارې – چې د نړۍ د نفتو له مهمو لارو ګڼل کېږي – تقریباً بند شوی دی. دا وضعیت د برېنټ خام تېلو نړیواله بیه لوړه کړې او د سه شنبې په سهار هر بېرل شاوخوا ۱۱۸ ډالره پلورل کېده، په داسې حال کې چې د امریکا او اسراییلو د بریدونو تر مخکې دا بیه شاوخوا ۷۰ ډالره وه.
په عین وخت کې، په متحده ایالاتو کې د پټرولو بیې هم لوړې شوې دي. د AAA ادارې د راپور له مخې، د سه شنبې په سهار د عادي پټرولو ملي اوسط بیه د هر ګیلن لپاره ۴ ډالره ته رسېدلې چې د تېرې میاشتې په پرتله یې له یو ډالره زیاتوالی ښودلی دی.
ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو په کمپاین کې د ژوند د لګښتونو په مهار او د اقتصادي فشار په کمولو ټینګار کړی و. خو له ایران سره د پوځي شخړې اقتصادي پایلې او لوړه شوې انفلاسیون اوس د وروستیو نظرپوښتنو له مخې د هغه لپاره یوه جدي ننګونه ګرځېدلې ده.




