ملګری ملتونه: افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې له جدي زیانپذیرۍ سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) اعلان کړی چې افغانستان د خپل جغرافیايي موقعیت او اقلیمي شرایطو له امله د بېلابېلو طبیعي خطرونو لکه سېلابونو، وچکالۍ او زلزلو له ګواښونو سره مخ دی او د زیانونو د کمولو لپاره جدي اقدام ته اړتیا لري.
دغه بنسټ ویلي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د محلي ټولنو په همکارۍ هڅې روانې دي تر څو د خطرونو کچه راټيټه کړي، د اوسېدونکو مقاومت پیاوړی کړي او د راتلونکو احتمالي پېښو لپاره چمتووالی زیات کړي. د دې پروګرامونو اصلي تمرکز په عامه پوهاوي، د محلي زیربناوو په پیاوړتیا او د ټولنیزو طرحو په ملاتړ دی.
افغانستان په وروستیو کلونو کې په تکراري ډول د ویجاړوونکو طبیعي پېښو شاهد پاتې شوی چې پراخ مالي او بشري زیانونه یې اړولي دي. کارپوهان باور لري چې د طبیعي پېښو د خطرونو راکمول د اوږدمهالو پلانونو، د سرچینو اغېزمن مدیریت او د مسؤلو بنسټونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ نږدې همغږۍ ته اړتیا لري.
په عین وخت کې، یو شمېر شنونکي ټینګار کوي چې د طالبانو اداره مسؤلیت لري څو د منظمې بحران-مدیرۍ جوړښتونه رامنځته کړي او په مقاومت لرونکو زیربناوو پانګونه وکړي، څو د پراخو زیانونو له تکرار څخه مخنیوی وشي؛ ځکه اوږدمهاله زیانپذیري کولی شي د هېواد د پرمختګ او ټولنیز ثبات بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړي.




