اقتصادمهم خبرونه

د ارغندي د ۱.۳ ميليارده افغانی ترمینل د جوړېدو پروژه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د کابل ولايت د ارغندي په سیمه کې د يو معیاري مسافرو ترمینل او د بار‌وړونکو موټرو د ځانګړي تمځای د جوړولو پروژه، چې ارزښت یې له يو زرو او درې سوه ميليونو افغانیو څخه ډېره ده، د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د وزارت په وينا، د پروژې د عملي کولو بهير د پلان سره سم پرمخ ځي او هڅې روانې دي چې کارونه د ټاکل شوې مودې او مناسب کيفيت په چوکاټ کې بشپړ شي. خو تر اوسه د کار دقيق سلنه يا د ګټې اخيستنې د پيل معين وخت نه دی څرګند شوی.

ارغندي، چې د کابل لوېديځ ته پرته سيمه ده، د مهمو ترانزيتي نقطو له ډلې څخه شمېرل کېږي او د بار‌وړونکو او مسافرو ډېری تګ راتګونه له همدې لارې ترسره کېږي. د يو معیاري ترمینل او تمځای جوړول تمه ده چې د ترافيکي ګډوډیو په کمولو او د ترانسپورتي خدمتونو په ښه کولو کې مرسته وکړي.

خو له بلې خوا، يو شمېر اوسېدونکي او د ترانسپورټ برخې فعالان تل ټينګار کوي، چې د عامه بوديجو د لګښت شفافيت او د سترو بنسټيزو پروژو د پرمختګ منظم راپورونه وړاندې کول، د طالبانو د ادارې بنسټيزې دندې دي؛ هغه موضوع چې کولای شي د خلکو باور د دغسې طرحو پر وړاندې زيات کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button