سياستمهم خبرونه

د طالبانو د ادارې استازی د مسکو د امنیتي فورم په مقدماتي ناسته کې ګډون وکړ

مولوي ګل حسن حسن، چې په مسکو کې د طالبانو د ادارې سفیر دی، د روسیې د نړیوال امنیتي فورم په مقدماتي غونډه کې ګډون کړی دی. په دې غونډه کې د راتلونکي فورم د اصلي موضوعاتو په اړه لومړنۍ معلومات وړاندې شول.

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان سفارت په مسکو کې ویلي چې دا ناسته د لومړنیو همغږیو او د هغو موضوعاتو د تشریح لپاره جوړه شوې وه چې په راتلونکي فورم کې به ورباندې بحث کېږي.

تمه ده چې د روسیې نړیوال امنیتي فورم د مې له ۲۶مې تر ۲۸مې نېټې پورې د مسکو په ښار کې جوړ شي. د غونډې تمرکز به پر نړيوال امنیت، سیمه ييزو همکاریو او مهمو سیاسي مسایلو وي.

روسیه په تېرو کلونو کې هڅه کړې چې د داسې ناستو له لارې د سیمې او نړۍ په امنیتي چارو کې فعاله ونډه خپل کړي. دا چې د طالبانو د ادارې استازی په دې فورم کې ګډون کوي، په داسې حال کې ده چې دغه اداره لا هم د ډېرو هېوادونو له خوا رسميت نه ده پېژندل شوې او د هغې دیپلماتیکي اړیکې له نړۍ سره له جدي ستونزو سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button