عبدالسلام حنفي: ملاعمر د افغان قومونو د يووالي لپاره پاڅېدلی و

په کابل کې د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د یکشنبې په ورځ (د قوس ۲مه) په یوه لمانځه کې وویل چې د طالبانو بنسټګر ملا محمد عمر د افغانستان د قومونو ترمنځ د اختلافاتو پای ته رسولو په هدف پاڅېدلی و.
حنفي زیاته کړه چې د اسلامي شریعت نافذول او د افغان ولس درناوی بیرته راګرځول هم د ملا عمر له اساسي هدفونو څخه وو. هغه ټینګار وکړ چې په تېرو څلورو لسیزو کې افغانستان د قدرت پر جزیرو بدل شوی او د هېواد خلک یو له بل څخه بېل شوي دي.
سره له دې چې د افغانستان د وروستیو څو لسیزو خونړۍ تاریخ د وسلهوالو ډلو، په تېره بیا د طالبانو، لهخوا د قومونو او بېلابېلو ډلو پر ضد د پراخو حقوقي سرغړونو شاهدي ورکوي، خو حنفي ادعا کوي چې اوس مهال د هېواد په دننه کې د ټولو ډلو حقونه تامین شوي دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو اداره د قومي پالیسیو، د لږکیو پراخې محرومیت، او د بشري، په ځانګړي ډول د ښځو او مذهبي لږکیو حقونو د نقض له امله د نړیوالو بنسټونو او مدني ټولنې له خوا له سختو نیوکو سره مخ ده.




