چین د میرویس روغتون د بیارغونې لپاره د همکارۍ ژمنه وکړه

د طالبانو د عامې روغتيا وزير مولوي نورجلال جلالي د چين له سفير ژاو شينګ سره په کابل کې د لومړنيو طبي ظرفيتونو د پياوړتيا او د دواړو هېوادونو تر منځ د روغتيايي همکاريو د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، ښاغلي جلالي له چين دولت څخه غوښتنه کړې چې د ميْرويس سيمهييز روغتون په بيارغونه او پراختيا کې مرسته وکړي. ميْرويس روغتون د هېواد په سوېل کې له مهمو روغتيايي مرکزونو څخه شمېرل کېږي، او د څو ولايتونو اوسېدونکو ته د معياري روغتيايي خدماتو وړاندې کول ځانګړی اهميت لري.
د عامې روغتيا وزير همدارنګه ويلي چې د الشفا روغتون د تجهيزاتو تهيه او د دوديزې درملنې لپاره د يو ځانګړي انسټيټيوټ جوړول د نورو مهمو لومړيتوبونو په توګه ياد شوي دي. د هغه په وينا، د دوديز طب پرمختګ کولای شي د معاصر طب تر څنګ د ټولنې يو شمېر روغتيايي اړتياوې پوره کړي.
په ورته وخت کې، د چين سفير ژمنه کړې چې هېواد به يې د ميْرويس روغتون د بيارغونې په برخه کې مرسته وکړي او د روغتيايي کارکوونکو د روزنې په برخه کې، په ځانګړي ډول د طب نبوي په برخه کې، اړين ملاتړ چمتو کړي. د دغو همکاريو د پلي کېدو د مهال وېش او څرنګوالي په اړه لا تر اوسه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.




