د پښور کې د افغان کډوالو اتشه د سوداګرو له استازو سره ولیدل؛ د شتمنیو د لېږد موضوع وڅېړل شوه

د افغانستان د کډوالو اتشه نیاز محمد عارف، چې په پاکستان د پښور ښار کې مېشت دی، د افغان کډوالو د یو شمېر سوداګرو له استازو سره لیدنه کړې ده. په دې ناسته کې د شتمنیو د انتقال، د دوی د کاري وضعیت او د جبري ایستلو د پایلو په اړه خبرې شوې دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، په دې غونډه کې د سوداګرو د شتمنیو او پانګو د خوندي انتقال لپاره مناسبې لارې، موجود فرصتونه او ننګونې او د اوسني وضعیت د سم مدیریت لارې بحث شوې دي. دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې ډېری افغان کډوال په پاکستان کې د جبري ستنېدو او د خپل مال د انتقال د ستونزو له اندېښنو سره مخامخ دي.
د وزارت په وینا، دواړو لورو د شتمنیو د انتقال بهیر د اسانولو، د اداري خنډونو د حل او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی. همدارنګه، د افغان سوداګرو د پانګو د خونديتوب لپاره د یو روښانه میکانیزم جوړولو غوښتنه شوې ده.
ښاغلي عارف په دې ناسته کې سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې د دوی مالونه به له ګمرکي مالیې معاف وي، او له مخې یې د شتمنیو د منظم او خوندي انتقال ډاډمنول د دوی د کار له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. سره له دې، کډوال سوداګر له حکومت څخه د چټکو او عملي اقداماتو غوښتنه کوي څو له احتمالي زیانونو ځانونه وساتي.
دا لیدنه د هغو هڅو برخه ده چې موخه یې د افغان کډوالو سوداګرو ستونزو ته رسېدنه او د هغوی ملاتړ دی، څو د بېرته ستنېدو او پانګو د انتقال پر مهال ورسره مرسته وشي. دا موضوع د وروستیو تحولاتو په رڼا کې له طالبانو او اړوندو ادارو څخه د جدي او عملي تدابیرو غوښتنه کوي.




