په تخار کې د طالبانو يو غړي پر يوې کورنۍ ډزې کړي دي

د تخار ولايت ځايي سرچينې وايي چې د طالبانو د ادارې يو غړي د چاهآب ولسوالۍ د ورنخواه کلي په سيمه کې پر څلورو ملکي وګړو ډزې کړې او هغوی يې ټپيان کړي دي. دا پېښه د چهارشنبې په ورځ، د وري په ۱۲مه، رامنځته شوې ده او ټپي شوي کسان د درملنې لپاره د کندز ولايت روغتون ته لېږدول شوي دي.
د سرچينو په وينا، ډزې کوونکی سميعالله نومېږي او قربانيان د يوې کورنۍ غړي دي. د ټپيانو روغتيايي حالت تر دې دمه د روغتيا مسئولانو له خوا په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.
ځايي سرچينو زياته کړې چې د دغې ډزې انګېزه د يادو کسانو او د طالبانو د دغه غړي تر منځ شخصي دښمني وه. خو لا تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې نوموړی څنګه وسلې ته لاسرسی موندلی او د طالبانو د ادارې ځايي مسئولانو له دې پېښې سره څنګه چلند کړی دی.
د سرچينو په وينا، سميعالله، د سخيداد زوی، د پخواني حکومت تر نسکورېدو مخکې په پلچرخي زندان کې بندي و، خو د طالبانو د بيا واکمنېدو وروسته د دغه ډلې له ليکو سره يوځای شوی دی.
په وروستيو کلونو کې د طالبانو د ادارې اړوند کسانو له لوري د ملکي وګړو پر وړاندې د تاوتريخوالي او خودسرانه چلند ډېر راپورونه خپاره شوي دي؛ هغه پېښې چې د سيمې اوسېدونکي د عدالت د تأمين او د خلکو د خونديتوب په اړه اندېښمن کړي او د طالبانو د نظارت او ځوابويونې پر څرنګوالي پوښتنې راپورته کوي.




