ټولنه‌یزمهم خبرونه

دهله بند؛ د کندهار د اوبو مهمه سرچینه او نوې ګرځندویي جاذبه

دهله بند چې د کندهار په ولایت کې د ارغنداب پر سیند جوړ شوی، د پسرلي او دوبي په مېاشتو کې د دې ولایت د کرنیزو ځمکو په خړوبولو کې مهم رول لري او د شاوخوا سیمو د اوبو برخه اړتیاوې پوره کوي.

د سږکال د لوړو ورښتونو له امله دغه بند په بې‌سارې توګه د اوبو نه ډک شوی، چې دا وضعیت نه یوازې کرنه پیاوړې کړې، بلکې د ګرځندویانو د راتګ زمینه یې هم برابره کړې او سیمې ته یې نوې بڼه ورکړې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د بند بشپړ ډکېدل د بزګرانو لپاره خورا ارزښت لري، ځکه کندهار د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې اقتصاد یې تر ډېره پر کرنه ولاړ دی او ډېری خلک یې د کرنې له لارې ژوند پرمخ وړي.

دهله بند په تېرو کلونو کې هم د کندهار له ښکلو ځایونو ګڼل کېده، خو د روان کال د اوبو د کچې زیاتوالي د دې طبیعي ښکلا نوره هم ځلېدلې کړې او هغه یې د کورنیو او کورنیو سیلانیانو لپاره په زړه پورې ځای بدل کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button