مهم خبرونهنړیوال

ډونالډ ټرمپ د ایران جګړې له امله د امریکا د ناټو پرېښودو سنجیده ارزونه کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هغه په وینا د «ناټو د نه همکارۍ» له امله د ایران جګړه کې، د هېواد د وتلو موضوع له دې پوځي تړون څخه په جدي توګه ارزوي. هغه ټینګار کړی چې له پخوا راهیسې یې د ناټو په اړه انتقادي لیدلوری درلود او اوس دا موضوع د پرېکړې په کچ ارزوي.

ټرمپ د برتانيې له ټېلېګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې هېڅکله د ناټو تر اغېز لاندې نه دی راغلی او باور لري چې دا تړون لازمې اغېزمنتیا نه لري. نوموړي دا هم ادعا کړې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د دې ائتلاف ضعف درک کړی دی.

د امریکا ولسمشر په خپلو خبرو کې برتانيې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د دې هېواد سمندري ځواک کافي عملي وړتیا نه لري. هغه د برتانيې د انرژۍ د پالیسۍ پر ضد هم نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې د بادي انرژۍ پروژو تمرکز د انرژۍ بیې لوړې کړي دي.

په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم تازه ویلي چې واشنګټن به له جګړې وروسته له ناټو سره خپلې اړیکې بیا و ارزوي. هغه ویلي چې امریکا د دې تړون ډېره برخه بودیجه برابروي، خو د ده په باور، د نورو غړو له لوري متقابل اقدام نه دی شوی.

د ناټو تړون چې وروسته له دوهمې نړیوالې جګړې جوړ شو، په نړۍ کې له مهمو پوځي ائتلافونو څخه ګڼل کېږي، او د امریکا له خوا د غړیتوب د دوام یا پرېښودو هره احتمالي پرېکړه کولای شي نړیوال سیاسي او امنیتي اغېزونه ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button