سياستمهم خبرونه

د افغانستان او پاکستان خبرې په ارومچي کې پيل شوې

سرچینو شمشاد تلویزیون ته تایید کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې نن (چهارشنبه) د چین په کوربه‌توب د ارومچي په ښار کې پیل کېږي. په دغه غونډه کې به د دواړو لورو استازي ګډون وکړي او ټاکل شوې چې د ګډو علاقو پر موضوعاتو خبرې وکړي.

که څه هم سرچینو د دې غونډې د جوړېدو خبر تایید کړی، خو د طالبانو اداره تر اوسه په رسمي ډول د دغو خبرو د ګډون په اړه څه نه دي ویلي. دا چوپتیا په داسې حال کې ده چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې په وروستیو میاشتو کې له لوړو ژورو سره مخ شوې او عامه افکار د دې ډول خبرو د پایلو د لا زیاتي روڼتیا غوښتنه کوي.

له بلې خوا، د پاکستان چارواکو هم تر د دې خبر د خپرېدو پورې د خپل پلاوي ګډون په ارومچي خبرو کې په رسمي ډول نه دی تایید کړی. چین چې په وروستیو کلونو کې یې هڅه کړې د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي، د دې پړاو خبرو کوربه دی.

تر اوسه د خبرو د اصلي محورونو او د دواړو هېوادونو د استازیتوب سطحې په اړه جزییات نه دي خپاره شوي، او تمه کېږي چې د غونډې په پای کې به نور معلومات له رسنیو سره شریک شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button