سياستمهم خبرونه

طالبانو د جادوګرۍ په تور ۱۱ کسان نیولي دي

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویلي چې د دې وزارت محتسبانو دوه کسان د بلخ او غزني په ولایتونو کې د «جادوګرۍ» په تور نیولي دي. دغه وزارت د نیول شویو کسانو هویت نه دی روښانه کړی، خو ویلي یې دي چې دوی د طالبانو اړوندو محکمې ته سپارل شوي دي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې چې د سه شنبې په ورځ، د وري په ۱۱مه، د وزارت رسمي وېبپاڼې ته خپره شوې، راغلي چې تېرې اوونۍ هم ۹ نور کسان په ورته تور په یو شمېر ولایتونو کې نیول شوي دي. د نیول شویو کسانو د دقیق ځای او د دوی د دوسیو د څېړنې څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو اداره د «جادوګرۍ» لپاره کومه واضحه معنا نه ده ورکړې، خو په تېرو مواردو کې هغه کسان نیول شوي چې تعویذونه یې لیکل یا یې د خلکو د عامو عقایدو پورې اړوند دودیز عملونه ترسره کړي وو. د دې تور د تعریف مبهم والی د عدلي بهیرونو د شفافیت او د متهمینو د حقونو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبان په ټول هېواد کې ګرځي او د خلکو د چلند څارنه کوي. د امر بالمعروف قانون چې د ۱۴۰۳ کال د سنبلې په میاشت کې تصویب شوی، دغو محتسبانو ته پراخ صلاحیتونه ورکړي، چې د خلکو د نیولو واک هم پکې شامل دی.

حقوقي کارپوهانو مخکې خبرداری ورکړی و چې د داسې پراخو صلاحیتونو ورکړه پرته له خپلواکه څار او د جرمونو له روښانه تعریفه، د سلیقوي چلند او د خلکو د حقونو د سرغړونو لاره هوارولی شي؛ هغه موضوع چې د بشري حقونو د سازمانونو له خوا تل نیوکه پرې شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button