اقتصادمهم خبرونه

په هرات کې د ۵.۳ میلیونه ډالرو د مالګې د ایستلو تړون لاسلیک شو

هدایت‌الله بدري، د طالبانو د معادنو او نفتو وزیر، د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د نمکسار سیمې د پنځم بلاک د مالګې د استخراج تړون له یوې خصوصي کمپنۍ سره لاسلیک کړی دی. د دې تړون ارزښت له ۵.۳ میلیونو ډالرو زیات اعلان شوی او دغه سیمه ۱۰.۵۱ مربع کیلومتره مساحت لري.

د دې ادارې د چارواکو په وینا، د تړون موده ۱۵ کاله ټاکل شوې او شرکت مکلف دی چې د هر ټن استخراج په بدل کې ۱۵۰۰ افغانۍ د امتیاز فیس (رویالټي) په توګه ورکړي. د شرکت د فعالیت دوام د تړون د شرایطو او قانوني مکلفیتونو د مراعتولو پورې تړل شوی دی.

مسوولینو زیاته کړې چې د دې موافقې له مخې شرکت باید په سیمه کې د ټولنیزو خدمتونو پروژې پلي کړي او د چاپېریال ساتنې اصولو ته درناوی وکړي. همدارنګه ویل شوي چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به شاوخوا ۱۱۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

سره له دې، په وروستیو کلونو کې د طالبانو ادارې له‌خوا د لویو کانونو د قراردادونو د ورکړې څرنګوالی د شفافیت، څارنې او د عوایدو د لګښت په اړه له نیوکو سره مخ شوی دی. کارپوهان ټینګار کوي چې طبیعي سرچینې باید داسې اداره شي چې ګټې یې په عادلانه ډول د ځایي خلکو او د هېواد اقتصاد ته ور وګرځي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button