ټولنه‌یزمهم خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانستان د ښځو پر ضد د محدودیتونو د زیاتېدو په اړه نوې راپور خپور کړ

ملګرو ملتونو ویلي، د طالبانو د ادارې له‌خوا لګېدلي محدودیتونه د افغانستان ښځې او نجونې له زده‌کړې، کار او ټولنیز حضور څخه په پراخه کچه محرومې کړې دي او د بشري حقونو وضعیت لاهم له بحراني حالت سره مخ دی.

دغه سازمان د سه‌شنبې په ورځ، د وري په ۱۱مه، د خپلو بشري حقونو د دفتر د نوي راپور په خپرولو سره ویلي، نجونې لاهم نه‌شي کولای ښوونځي او پوهنتونونو ته ور وده وکړي، او د شپږم ټولګي پورته مکتبونو او پوهنتونونو دروازې پرې تړلې پاتې دي.

د راپور له مخې، هغه ښځې چې د طالبانو د ادارې له‌خوا د ټاکل شوي پوښښ شرط پوره نه‌کړي، له عامو ترانسپورتي وسایلو د استفادې مخه یې نیول کېږي او کله ناکله له عامو خدمتونو هم بې‌برخې کېږي؛ داسې چاره چې د هغوی په ورځني ژوند کې محدودیتونه نور هم ژور کړي دي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو جنګیالیو افغان ښځې — پشمول د ملګرو ملتونو کارکوونکې، قرارداديانې او لیدونکې — له دې ادارې د دفترونو او ځایونو ته د تګ مخه نیولې ده.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د دې تګلارو دوام نه‌يوازې د ښځو ټولنیزه ونډه تر لږ حد پورې راټیټه کړې، بلکې د هغوی انساني کرامت او اساسي حقونو ته یې هم زیان اړولی دی؛ هغه موضوع چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د بشري حقونو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button