نظرونه

د ناټو د اتحاد د کمزورۍ او د امريکا د انزوا پيل

په ۲۰۰۳ کال کې چې امريکا او د ناټو هېوادونو پر عراق بريد وکړ، د بريتانيا هغه وخت صدراعظم ټوني بلېړ په ښکاره او بې له شکه ځان د جورج بوش وفادار سپی وباله. دا ملګرتيا د ناټو د جګړه‌يي الوتکو له خوا پر ليبيا د بمبارۍ پر مهال هم دوام درلود.

دا حالت د نن ورځې له وضعې سره پرتله کړئ؛ اوس د ناټو غړي هېوادونه په څرګنده، او دا ځل هم بې له ترديد او بې له وېرې اعلان کوي چې دا جګړه زموږ نه ده. هغوی امريکا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی له نظامي اډو څخه استفاده وکړي، او آن خپل هوايي حريم هم د امريکايي جګړه‌يي الوتکو پر مخ تړلی دی.

د دوی ستراتېژيستان او څېړنيز مرکزونه بې‌پروا نه دي؛ هغوی شرايطو ته ځير دي او ښه پوهېږي چې د جګړې پايله به څه وي. دوی نه غواړي چې وروسته له جګړې د امريکا له هغې ماتې خوړلې ځواکونو سره يو ځای وګنل شي، کوم چې اوس تر هر وخت ډېر منزوی شوی او د سقوط پر لور روان دی.

د شيطاني اتحاديې تارونه شلېدلي، او تر جګړې وروسته به وضعيت لا پسې خراب شي. امريکا هم اعلان کړی چې د جګړې له پای وروسته به له ناټو سره خپلو اړيکو ته له سره کتنه وکړي. دا به د لوېديځ د تمدن د وروستي زوال پيل وي، که خدای وغواړي.

خليل صدرا

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button