اقتصاددوهم سرلیکمهم خبرونه

د افغانستان او روسیې ترمنځ ۵۳۸ میلیونه ډالري سوداګري؛ د افغانستان د صادراتو ونډه ډېره کمه ده

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت ویلي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ ټولیز حجم په کال کې ۵۳۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې له دې ډلې یوازې څلور میلیونه ډالر د افغانستان صادرات جوړوي او پاتې ۵۳۴ میلیونه ډالر واردات له روسیې څخه دي. دغه شمېرې ښيي چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ توازن په څرګنده توګه د روسیې په ګټه دی.

د دې وزارت ویاند عبدالسلام جواد د سه‌شنبې په ورځ وویل، افغانستان روسیې ته خوراکي او غیرخوراکي توکي صادروي، خو د وارداتو ډېره برخه له دې هېواده د سون‌توکو ده. د ده په وینا، تېل او ګاز د افغانستان له روسیې وارداتو کې ستره برخه لري.

د طالبانو اداره د ۱۴۰۱ کال د سنبلې په میاشت کې له روسیې سره د پټرولو، ډیزلو، ګاز او غنمو د واردولو لومړنی هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. دا هوکړه په داسې حال کې شوې وه چې افغانستان له د سون‌توکو له کمښت او د انرژۍ د بیو له لوړې سره مخ و، چې له امله یې په وارداتو تکیه نوره هم زیاته شوه.

د طالبانو د ادارې د رسمي سرچینو د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ کال د لومړیو اته میاشتو په موده کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه ۳۶۶ میلیونو ډالرو ته رسېدلې وه. د راکړې ورکړې له زیاتوالي سره سره، د سوداګرۍ ترکیب لا هم د روسیې د صادراتو په ګټه پاتې شوی دی.

د افغانستان صادرات روسیې ته محدود بلل شوي، چې مڼې، زردالو، کشمش، پنبې، ځینې منرالي مواد او ورته توکي پکې شامل دي. په بدل کې، افغانستان له روسیې نه غنم، اوړه، ګاز، د نفتو مشتقات، ډیزل، لرګي او د لمرګل تېل واردوي.

اقتصادي کارپوهان مخکې ویلي چې د سوداګرۍ دا دوامداره نابرابري کولای شي د هېواد اقتصادي انحصار لا زیات کړي او اړتیا ده چې د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او د صادراتي بازارونو د پراختیا لپاره جدي پلان جوړ شي. دوی وایي تمه ده چې طالبان په خپلو اقتصادي تګلارو کې دې مسئلې ته څرګند ځواب ورکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button