کلتور او هنرمهم خبرونه

د طالبانو ادارې د فشار له امله د «امید شهید مزاری» فوټسال ټیم فعالیتونه ودرول شول

د «امید شهید مزاری» فوټسال ټیم اعلان کړی چې د طالبانو د سپورتي مسوولینو له فشار وروسته، چې غوښتنه یې کړې وه د ټیم له نوم څخه د «شهید مزاری» نوم لرې کړي، له څلور اړخیز فوټسال ټورنمنټ څخه په مزار شریف کې په شا شوی او خپلې فعالیتونه یې تر بلې خبرتیا پورې درولي دي.

ټیم په یوه اعلامیه کې ویلي چې اړوند مسوولینو له دوی غوښتنه کړې وه چې د ټیم نوم بدل کړي، خو د ټیم د غړو په وینا دا غوښتنه د منلو وړ نه وه. په اعلامیه کې راغلي چې د «شهید مزاری» نوم یوازې یو ورزشي عنوان نه دی، بلکې د ټیم د غړو د هویت او باورونو یوه برخه ده.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د ناعادلانه راپورونو او د «د ټیم د غږ پر وړاندې بې‌پامي» له امله د دغه ټورنمنټ د ترسره کېدو زمینه هم له ستونزو سره مخ شوه. د ټیم غړو زیاته کړې چې د رامنځته شویو خنډونو له امله حتی یوه ساده ورزشي سیالۍ هم په مزار شریف کې ترسره نه شوه.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو کلونو کې د طالبانو ادارې د ځینو نومونو او نښو په اړه، چې له پخوانیو سیاسي او جهادي څېرو سره تړاو لري، محدودیتونه او حساسیتونه زیات کړي او دا موضوع په فرهنګي او ورزشي فعالیتونو هم سیوری غوړولی دی. منتقدان وايي، د ورزشي ټیمونو په نومونو کې لاسوهنه د ورزش هغه فضا محدودوي چې باید له سیاسي شخړو پورته وي.

د «امید شهید مزاری» فوټسال ټیم په ترکیب کې د افغانستان یو شمېر پېژندل شوي لوبغاړي او ملي لوبغاړي شامل دي، چې پکې امید قنبري، عباس حیدري او مرتضی حسيني یادېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button