امنیت او پېښېمهم خبرونه

ناپيژندل شوي الوتکو د آيندهووين هوايي ډګر لنډمهاله وتاړه

د آيندهووين په هوايي ډګر کې د څو ناپيژندل شويو بې‌پيلوټه الوتکو تر ليدو وروسته، د هالند حکومت د دغه ډګر پروازونه لنډ مهاله درولي دي. د هالند د دفاع وزير دې موضوع ته په اشاره ويلي چې له يوه لنډ ځنډ وروسته عملياتي پروازونه بيا پيل شوي دي.

دغه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی چې د پېژندپاڼې نه لرونکو بې‌پيلوټه الوتکو الوتنې د هوايي ډګرونو په شاوخوا کې د پروازونو لپاره یوه جدي امنیتي ننګونه ده. نوموړي زياته کړې چې د هالند حکومت د دغو زیاتېدونکو امنیتي ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره پلان لري، خو د موضوع د حساسیت له امله يې نور جزئيات نه‌ دي افشا کړي.

په تېرو اونيو کې ورته پېښې په نورو اروپايي هېوادونو لکه ډنمارک او جرمني کې هم راپور شوي دي. د کوپنهاګ او برېمن نړیوال هوايي ډګرونه هم په وروستيو ورځو کې د ناپيژندل شويو الوتکو د ورننوتو له امله لنډمهاله بند شوي وو.

اروپايي چارواکو د پيچليو ډرون شبکو د فعاليتونو له زیاتوالي اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې دا بهیر ښايي د هوايي چلند بنسټیزو جوړښتونو او عامه امنيت ته ګواښ پېښ کړي. له همدې امله هڅې روانې دي چې د دغو فعاليتونو د مخنيوي لپاره يوه “ډرون دیوال” جوړ شي.

دا ډول نويو راټوکېدونکو ګواښونو، لکه غیرمجازې ډرون الوتنې، اروپايي هېوادونو ته دا جدي پوښتنه راولاړه کړې چې آيا دوی کولای شي خپل هوايي حريم او مهم تأسیسات لکه هوايي ډګرونه خوندي وساتي که نه. دا موضوع په افغانستان کې هم د پام وړ ګڼل کېږي، په ځانګړي ډول د طالبانو ادارې له خوا د دا ډول امنيتي ګواښونو په وړاندې د نه پاملرنې له امله.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button