مهم خبرونهنړیوال

په بلوچستان کې د ګاز نل‌ليکې چاودنه؛ د څو سيمو د ګاز عرضه بنده شوې

د پاکستان چارواکي وايي، د دوشنبې سهار د وري په لسمه نېټه، د بلوچستان ايالت د مرکز کوټې ښار په څنډو کې د طبيعي ګاز يوه ستره نل‌ليکه وچاودېده، چې له امله يې د دې ښار په يو شمېر سيمو او لږ تر لږه په پنځو ولسواليو کې د ګاز عرضه درېدلې ده.

د جنوبي سوئي د ګاز شرکت وياند ويلي، دغه نل‌ليکه چې ۱۸ انچه قطر لري، د چاودنې هدف ګرځېدلې او د دې له امله د څو سيمو ته د ګاز لېږد درېدلی دی. د ده په وينا، د شرکت تخنيکي ډلې سيمې ته رسېدلې او د زيانمنې شوې نل‌ليکې د ترميم کار يې پيل کړی، خو لا څرګنده نه ده چې د ګاز لېږد به څه وخت بېرته عادي شي.

تر اوسه هېڅ فرد او يا هم کومې ډلې د دې پېښې مسؤوليت نه دی منلی.

بلوچستان چې له افغانستان او ايران سره ګډه پوله لري، په تيرو کلونو کې څو ځله د انرژۍ پر زېربناوو بریدونه تجربه کړي دي. دا سيمه د بلوڅ بېلتون غوښتونکو تر فعاليتونو سربېره د اسلامي وسله‌والو شتون هم لري، او همېشه د حياتي تاسيساتو د امنيت په تړاو اندېښنې راپورته کېږي.

بلوڅ بېلتون غوښتونکو پخوا ادعا کړې چې د دې ايالت اوسېدونکي د طبيعي سرچينو له ګټو عادلانه برخه نه تر لاسه کوي، يوه موضوع چې په سيمه کې د دوامدارو کړکېچونو له اصلي لاملونو څخه بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button