مهم خبرونهنړیوال

په نیول شويو سیمو کې شاوخوا ۵۰ امنیتي کمرې هک شوې دي

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې له جګړې د پیل راهیسې، شاوخوا ۵۰ څارونکي کمرې په نیول شویو سیمو کې هک شوې دي. دغه ورځپاڼه د اسراییلي سایبري امنیت ادارې له قوله ليکي چې د دې سایبري بریدونو تر شا کسان ایران ته منسوب شوي دي.

د راپور له مخې، د دغو کمرو هک کېدل د دې لپاره ترسره شوي چې د توغندیزو بریدونو د تلفاتو کچه وڅېړل شي او همدارنګه د اسراییلي سرتېرو تحرکات وڅارل شي. د اسراییلو امنیتي چارواکو ویلي، دا پېښې د روانې جګړې او سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو په لړ کې رامنځته شوې دي.

تر اوسه د سایبري نفوذ د څرنګوالي، د کمرو د موقعیت او د هر هک د دقیق وخت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي. یادو چارواکو ټینګار کړی چې تخنیکي څېړنې یې لا هم روانې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button