امنیت او پېښېدوهم سرلیکمهم خبرونه

د پکتیکا د سرحدي نښتو له امله د ماشومانو بې‌ځايه کېدل

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي ویلي چې د پکتیکا ولایت په سرحدي سیمو کې د نښتو له امله یو شمېر ماشومان او کورنۍ له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوي دي. د هغه په وينا، دغه کورنۍ اوس مهال په ښوونځیو او د خپلوانو په کورونو کې د لنډ مهال لپاره ځای پر ځای شوي دي.

تاج‌الدین اویوالی د دوشنبې په ورځ، د وري په لسمه، په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د یونیسف ډلې د نړېوال خوراکي پروګرام (WFP) په همکارۍ او د خپلو شریکانو په ملاتړ، د اغېزمنو کورنیو لپاره د روغتیايي مرستو او خوړو د توکو د وېش لړۍ پېل کړې ده. نوموړي ټینګار کړی چې د بشري مرستو اړتیاوې په اغېزمنو سیمو کې لا هم په زیاتېدو دي.

دا حالت په داسې حال کې رامنځته شوی چې د طالبانو د ادارې او د پاکستان د ځواکونو ترمنځ پوځي نښتې او ترینګلتیا د پوله په اوږدو کې روانې دي؛ داسې وضعیت چې یو ځل بیا ملکیان، په ځانګړي ډول ماشومان، له زیان سره مخامخ کړي دي. د مرستو بنسټونو مخکې هم خبرداری ورکړی و چې د سرحدي سیمو بې‌ثباتي د کورنیو لاسرسی د لومړنیو خدمتونو ته محدودوي.

په همدې حال کې، حمدالله فطرت، د طالبانو د ادارې مرستیال ویاند، ویلي چې د پاکستان له‌خوا د کونړ ولایت پر سیمو شوي راکټي بریدونو کې یو تن وژل شوی او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د موقتي اوربند له اعلان وروسته شوې ده.

د جګړو دوام په داسې حال کې دی چې د سرحدي سیمو اوسېدونکي د دوامدار امنیت او د ملکی کسانو د خوندیتوب غوښتنه کوي؛ خو تر دا مهاله یې روښانه او عملي ځواب نه دی ترلاسه کړی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button