په هرات ښار کې د درې ورځو لپاره د څښاک اوبه بندېږي

د هرات د طالبانو تر ادارې لاندې د اوبو رسولو او فاضلاب ریاست اعلان کړی چې د دې ولایت د ښار د اوبو شبکه به د وري له ۱۱مې تر ۱۴مې نېټې پورې د درې ورځو لپاره بنده وي. دغه اداره وايي، دا پرېکړه د يو ۴۰۰ مليمېتري توليداتي پایپ د نصب او لېږد له امله شوې چې د اوبو رسولو او فاضلاب ریاست د لوېدیځ زون د شمالي دروازې مخې ته ترسره کېږي.
په يوې خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ، د وري په ۱۰مه خپره شوې، له د هرات ښار له اوسېدونکو غوښتنه شوې چې د همدې مودې لپاره د اړتیا وړ اوبه زېرمه کړي، څو د اوبو له کمښت سره مخ نه شي. دا په داسې حال کې ده چې ډېری کورنۍ په ښار کې د اوږدمهاله اوبو د زېرمه کولو لازم امکانات نه لري.
هرات ښار، چې د هېواد په لوېديځ کې له ګڼ مېشتو او مهمو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، په وروستيو کلونو کې د ښاري خدماتو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ شوی دی. مخکې هم د برېښنا د پرلهپسې پرېکونو له امله د اوبو د پمبې او وېش بهیر په یو شمېر سیمو کې ګډوډ شوی او د اوسېدونکو لپاره یې څرګندې ستونزې رامنځته کړې وې.
د ښاري چارو کارپوهان ډېر ځل ټینګار کړی چې د منظم پلان او دوامدارو پانګونو نشتوالی په خدماتي بنسټونو کې پر خلکو اضافي فشار راوړي. له دې سره، د طالبانو اداره تر اوسه د دې درې ورځنۍ پرېکون د اغېزو د کمولو لپاره د بدیلو تدابیرو جزئیات نه دي ورکړي.




