مهم خبرونهنړیوال

د اروپايي اتحادیې جدي اندېښنه د جګړې دوام او اقتصادي پایلو په اړه

د اروپايي شورا مشر ویلي چې اروپايي اتحادیه د جګړې له دوام او د هغې له اقتصادي اغېزو د نړۍ په کچه جدي اندېښنه لري. انتونیو کاستا دغه څرګندونې له شهباز شریف، د پاکستان له لومړي وزير سره د ایران د وضعیت په اړه تر خبرو وروسته کړې دي.

د الجزیره د راپور له مخې، کاستا د دوشنبې په ورځ وویل چې له د پاکستان لومړي وزير سره يې د ایران اړوند بدلونونو په اړه نظرونه تبادله کړي او دغه خبرې يې «ښه» بللې دي. نوموړي ټینګار وکړ چې د جګړې دوام کولای شي پراخې اقتصادي پایلې په نړیواله کچه ولري.

د اروپايي شورا مشر پرته له دې چې د میداني بدلونونو جزئیاتو ته اشاره وکړي، څرګنده کړه چې اروپايي اتحادیه د جګړو له دوام اندېښنه لري او د هغې د اوږدمهاله اغېزو په اړه، چې د نړیوال اقتصادي ثبات لپاره ګواښ ګڼي، خبرداری ورکوي.

په وروستیو اونیو کې، د ایران اړوند بدلونونه او له هغې سره تړلې نړیوالې غبرګونونه د هېوادونو او سیمه‌ییزو او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د دیپلوماتیکو رای‌زنیو یو مهم محور ګرځېدلی دي. اروپايي اتحادیه په همدې لړ کې، د اقتصادي پایلو د سم مدیریت او د تاوتریخوالي د پراخېدو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button