په ۱۴ ولایتونو کې د سېلاب خبرداری؛ په دوو ورځو کې ۱۷ کسان مړه شوي

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د طالبانو تر واک لاندې اعلان کړی چې سبا سهشنبه (د وري ۱۱مه) به په ۱۴ ولایتونو کې بارانونه وشي او د سېلابونو د راتګ امکان شته. د دې ریاست په وینا، په تېرو دوو ورځو کې د باران او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.
د دې وړاندوینې له مخې، د کنړ، ننګرهار، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، غور، هرات، بادغیس، سرپل او فاریاب ولایتونه د دې خبرداري برخه دي. اټکل کېږي چې په دغو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۲۰ ميليمتره پورې وي.
همدارنګه، تمه ده چې د هېواد په جنوبي او لوېديځو ولایتونو کې د ۵۰ تر ۷۰ کیلومتره په ساعت بادونه ولګېږي. دا ډول تېز بادونه کولای شي د سپکو تاسیساتو او کرنیزو ځمکو ته زیان ورسوي.
په وروستیو ورځو کې د هېواد یو شمېر ولایتونه د پرلهپسې بارانونو او سېلابونو شاهدان وو؛ پېښې چې هر کال د خلکو ژوند او مال ته درنه زیانونه رسوي. له دې سره سره، لا هم پوښتنې موجودې دي چې د بحران د مدیریت او د زیانمنو شویو کسانو د عاجلې مرستې لپاره د اړوندو ادارو چمتووالی څومره دی.
افغانستان د خپل جغرافیوي موقعیت او د پراخو غرنیو سیمو له کبله د موسمي سېلابونو پر وړاندې ډېر زیانپذیر هېواد بلل کېږي او د خطرناکو سیمو د ساتنې او د مخنیوي پروګرامونو جوړولو اړتیا تر هر وخت ډېره احساسېږي.




