په هرات کې د تاپي پروژې ۲۵ کيلومتره پرمختګ؛ د ۱۲۰ کيلومترو ساحې چمتو شوې دي

د طالبانو د معادن او پټروليم وزارت ويلي چې د تاپي د ګازو د لېږد پروژې د ودانیزو کارونو بهير په هرات ولايت کې په چټکۍ سره روان دی او تر اوسه شاوخوا ۲۵ کيلومتره نل ليکه غځول شوې ده. د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، د پاتې ۱۲۰ کيلومترو اړوند ساحې هم د چمتو کېدو پړاو ته رسېدلې دي.
د دغه وزارت چارواکي زياتوي چې نوي نل ليکې او اړين تخنيکي وسايل د پروژې سيمې ته لېږدول کېږي او تمه ده چې د روان کال تر پايه نژدې ۱۵۳ کيلومتره د دې پروژې کارونه بشپړ شي.
د تاپي پروژه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، د سيمې له مهمو انرژۍ پروژو څخه بلل کېږي. د دې پروژې د افغانستاني برخې بشپړېدل کولای شي د انرژۍ د ترانزيت پياوړتيا او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې اغېز ولري.
خو اقتصادي شنونکي ټينګار کوي چې د پروژو عملي پرمختګ د شفافيت، مؤثر مدیریت او دايمي امنيتي ضمانتونو له شتون پرته ناشونی دی؛ هغه مسایل چې په تېرو کلونو کې یې د ځينو سترې پروژې د پلي کولو بهير له ستونزو سره مخ کړی و.




