سياستمهم خبرونه

د متقي او د ايران د سفير भेट؛ د سيمه‌ييزو کړکېچونو پر کمولو ټينګار

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د ايران له سفير علي‌رضا بيکدلي سره په کابل کې ليدلي او د دوه اړخيزو اړيکو او سيمه‌ييزو موضوعاتو په اړه يې خبرې کړې دي. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د دې خبرو اصلي تمرکز پر سياسي او اقتصادي همکاريو او همدارنګه د سيمې پر روان حالت و.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي متقي د «د امريکا او اسرائيلو له خوا پر ايران بريدونه» د سيمې هېوادونو لپاره زيانمن بللي او زياته کړې ده چې د کړکېچونو پراخېدل کولای شي د سيمې پر عمومي ثبات منفي اغېزه ولري.

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير همدارنګه د افغانستان او ايران ترمنځ د سوداګريزو راکړو ورکړو د کچې د زياتېدو يادونه کړې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستيو تحولاتو په اړه د ايراني چارواکو له دريځه مننه کړې ده.

په همدې مهال، د ايران سفير په کابل کې د دواړو هېوادونو اړيکې، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ په برخه کې، د پراخېدو په حال کې بللې دي. نوموړي ټينګار کړی چې تهران د افغانستان او پاکستان ترمنځ حالت له نږدې څاري او د دې مسئلې د سوله‌ييز حل غوښتونکی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button