طالبان د کرنې پانګونې لپاره ۷۲ زره جریبه ځمکه ځانګړې کړې

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو اعلان کړی چې د کرنې په برخه کې د پانګونې د پراختیا لپاره نږدې ۷۲ زره جریبه ځمکه د هېواد په کچه د کرنې او مالدارۍ پروژو ته ځانګړې شوې ده. د دغه وزارت په وینا، د دې اقدام موخه د کورنیو او بهرنیو پانګوالو جلب او د کرنیزو تولیداتو پیاوړتیا ده.
د وزارت ویاند، شیرمحمد خاتمي، ویلي چې تخنیکي همکارۍ او د ځمکې د لاسرسي زمینه برابرول د پانګوالو د ملاتړ له اساسي لومړیتوبونو څخه دي. نوموړي زیاته کړه چې ځانګړې شوې ځمکې به د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې وکارول شي.
د دې ادارې مسوولین د افغانستان د پراخو وړتیاوو یادونه کوي او وایي چې هېواد د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، د اوبولګولو سیستمونو، بندبستو، زېرمه کولو، ترانسپورټ او سړې خونې په برخو کې لوی امکانات لري، چې دا سکتور کولی شي د اقتصادي ودې زمینه برابره کړي. د خصوصي سکتور استازي هم وایي که شفافه لاسرسي او تخنیکي ملاتړ رامنځته شي، کورني پانګوال چمتو دي په دې برخه کې پراخ رول ولوبوي.
خو یو شمېر خصوصي پانګوال د طالبانو د کرنې وزارت له کړنو نیوکه کوي او وایي، سره له دې چې په هېواد کې د تولید لوړ ظرفیت شته، خو د محصولاتو د معیاري کولو او ځانبساینې لپاره اغېزمن ګامونه نه دي پورته شوي. دوی زیاتوي چې د منظمې برنامې او روښانه سیاستونو نشتوالی د پانګونې بهیر له ستونزو سره مخ کړی.
اقتصادي کارپوهان باور لري چې د کرنې او مالدارۍ هدفمند پرمختګ کولی شي د پانګونې لوی فرصتونه رامنځته کړي. هغوی له د کرنې وزارت څخه غواړي چې مشخص او عملي تشویقي بستهګانې طرحه کړي څو د پانګوالو باور زیات او په دې سکتور کې د دوامداره ودې زمینه برابره شي.




