مهم خبرونهنړیوال

له جليله تر نتانيا پورې د خطر زنګونه؛ د اسرائيل شمال ته پنځه راکټونه لګېدلي

د سيمې رسنيو راپور ورکړی چې د لبنان حزب‌الله له خوا د اشغال شويو سيمو پر لور د توغنديو له توغولو وروسته، درې چاودنو د تل‌ابيب ښار ولړزاوه. هممهاله د هاييفا، طبريه، الجليل السفلي او نتانيا په ګډون يو شمېر ښارونو کې د خطر آژيرونه غږېدلي دي.

د الجزيرې د راپور له مخې، دا چاودنې هغه مهال رامنځته شوې چې حزب‌الله د تلافۍ په توګه د اشغال شويو سيمو شمالي برخې د راکټي بريدونو هدف ګرځولې. خبري سرچينې وايي چې دا بريدونه د سيمې د وروستيو تاوتريخوالو دوام دی.

شبکه الميادين د صهيونيستي رسنيو له قوله راپور ورکړی چې د حزب‌الله له بريدونو سربېره، له ايران څخه هم د اشغال شويو سيمو شمال ته د توغنديو توغېدل ليدل شوي دي. د دغو راپورونو له مخې، د راکټونو يوه څپه د هاييفا ښار او شاوخوا سيمې په نښه کړې ده.

صهيونيستي رسنيو ويلي چې د هاييفا او نژدې سيمو په لږ تر لږه پنځو ځایونو کې د راکټونو لګېدل ثبت شوي دي. همدارنګه ويل شوي چې په هاييفا کې د بازان په سيمه کې يو ودانۍ هدف ګرځېدلې او د دې ښار د تصفيې فابريکو لګېدل هم تأييد شوي دي.

تر دې دمه د احتمالي تلفاتو يا زيانونو په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي او رسمي چارواکو په دې اړه تازه څرګندونې نه دي کړې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button