ټولنه‌یزمهم خبرونه

په باميان کې د ۱۶۴ ميليونو افغانيو په لګښت د ښوونځيو بيا رغونه شوې

د باميان د معارف رياست ويلي چې تېر کال په دغه ولايت کې ۳۲ ښوونځي د ۱۶۴ ميليونو افغانيو په لګښت بيا رغول شوي او درې نوي ښوونځي هم جوړ شوي دي. د دې رياست د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو تر څنګ د ۹ ښوونځيو لپاره د لمر برېښنا سيستم برابر شوی او زرګونه درسي کتابونه د زده‌کوونکو تر منځ وېشل شوي دي.

د دې ادارې مسوولان زياتوي چې په تېر کال کې سلګونه روزنيز کورسونه او تعليمي پروګرامونه ترسره شوي، چې د دوی په وينا د زده‌کوونکو د زده‌کړې کچه یې ښه کړې ده. دې پروګرامونو کې د ښوونکو د ظرفيت لوړونې او تکميلې زده‌کړې فعاليتونه هم شامل وو.

د باميان د معارف رياست په وينا، د دغو پروژو د پلي کولو موخه د زده‌کړې د کيفيت لوړول، د تعليمي چاپېريال ښه کول او د زده‌کوونکو لپاره د لا زياتو اسانتياوو برابرول دي.

خو دا راپورونه د باميان د تعليمي زيربناوو د پراختيا په اړه داسې مهال خپرېږي چې د طالبانو د ادارې له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو پراخ محدوديتونه لا هم پر ځای دي، په ځانګړي ډول له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړې منع لا هم د افغانستان د تعليمي نظام يو اساسي ننګونه بلل کېږي. دا موضوع د کورنيو او تعليمي بنسټونو جدي اندېښنې راپارولې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button