فائو د ناڅاپي سېلابونو د خطر د زیاتېدو خبرداری ورکړ

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) ویلي چې په افغانستان کې د پراخو بارانونو دوام به ولري او د ناڅاپي سېلابونو د رامنځته کېدو احتمال هم زیات شوی دی. دغه سازمان د دوشنبې په ورځ، د حمل په لسمه، ټینګار وکړ چې د بارانونو نوی څپه ښايي ځینې سیمې د سېلاب له خطر سره مخامخې کړي.
د فائو د وړاندوینې له مخې، بارانونه څلورمه پرلهپسې اوونۍ روان دي او تمه ده چې له مارچ له ۳۰مې تر د اپریل تر ۵مې پورې هم دوام وکړي. د ټولو زیات بارانونو احتمال د هېواد په مرکزي، ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې اټکل شوی دی.
دغه اداره وايي، وروستیو اورښتونو د ډېرو سیمو د خاورې رطوبت په څرګند ډول ښه کړی چې دا موضوع د کروندګرانو او کرنیزو فعالیتونو لپاره بنسټیز اهمیت لري.
فائو زیاته کړې چې د بارانونو دوام کولای شي د کرنې سکتور ملاتړ وکړي او د حاصلاتو په وده مثبت اغېز ولري، خو د ناڅاپي سېلابونو د خطر د زیاتېدو له امله په زیان منونکو سیمو کې د لا زیاتو چمتووالی اړتیا څرګندوي.




