مهم خبرونهنړیوال

د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قوماندان علیرضا تنگسیري ووژل شو

د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران اعلان کړی چې د دې نهاد د سمندري ځواک قوماندان، شهید دریابان پاسدار علیرضا تنگسیري، د امریکا او اسرائیل د هوایي برید له امله د سختو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. د سپاه په رسمي اعلامیه کې ویل شوي چې نوموړی د سختو ټپونو تر زغملو وروسته شهید شوی دی.

په دې اعلامیه کې راغلي چې شهید تنگسیري هغه مهال د برید هدف وګرځېد، کله چې یې د ځواکونو د تنظیم او د ټاپوګانو او ساحلونو د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا چارې پرمخ وړلې. سپاه زیاته کړې چې هغه نږدې پنځوس کلونه په بېلابېلو پوځي برخو کې دنده ترسره کړې او د دې ځواک له تجربه لرونکو قوماندانانو څخه شمېرل کېده.

سپاه پاسداران په دوام کې د خپل سمندري ځواک د عملیاتو د شالید یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې د قوماندانانو د شهادت باوجود به د دې ځواک ماموریتونه او مسیر دوام ولري. همدارنګه، په اعلامیه کې ویل شوي چې د عملیاتو مدیریت او چمتووالی به په دغو مأموریتي سیمو، په ځانګړي ډول د هرمز په تنګي، دوام ولري.

په پای کې، سپاه پاسداران د دې لوړپوړي قوماندان شهادت د ایران د اسلامي جمهوریت مشر، د هغه کورنۍ او د هېواد پوځي ځواکونو ته د تسلیت او مبارکۍ پیغام ورکړی او ټینګار یې کړی چې د هغه لاره به پر دوام وي.

د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک له هغه مهال چې د امریکا او اسرائیل پوځي بریدونه پر ایران پیل شوي، د هرمز تنګي د تړلو او د دښمن ځواکونو اړوندو بېړیو د تګ راتګ د مخنیوي مسئولیت پر غاړه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button