اسراییل وايي له لبنان څخه پرې ۵۰۰۰ توغندي توغول شوي دي

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې له د مارچ پر دوهمه نېټه (د حوت یوولسمه) د شخړې له پیل راهیسې، د لبنان حزبالله ډلې نږدې پنځه زره توغندي، راکټونه او بېپیلوټه الوتکې د اشغال شوو سیمو پر لور توغولي دي.
نوموړي زیاته کړې چې دا بریدونه د دواړو خواوو ترمنځ د روانې جګړې په ترڅ کې ترسره شوي او د اسراییلو د تر کنټرول لاندې سیمو ځینې برخې یې په نښه کړي دي. د اسراییلو چارواکو تر اوسه د احتمالي تلفاتو یا زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
په شمالي پوله د اسراییلو او لبنان ترمنځ کړکېچ هممهاله د سیمې له نورو برخو سره د شخړو د پراختیا په بهیر کې زیات شوی دی. د لبنان حزبالله ډله چې د جنوب لبنان یو مهم لوبغاړی ګڼل کېږي، تر دې وړاندې هم په بېلابېلو پړاوونو کې له اسراییلو سره نښتې درلودې.
وروستي بدلونونه د سیمې د جګړې د پراخېدو اندېښنې ډېرې کړې دي او د لبنان او اسراییلو ترمنځ د پولو امنیتي وضعیت لا هم نازک او بېثباته راپور شوی دی.




