په خوست کې څلور لومړني روغتيايي مرکزونه پرانيستل شول

په خوست ولايت کې د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ځانګړي اعتماد صندوق په مالي ملاتړ څلور روغتيايي مرکزونه د لومړنيو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره پرانيستل شوي دي. دا مرکزونه د مندوزي، زازي ميدان، تني او صبري په ولسواليو کې موقعيت لري او موخه يې د دغو سيمو اوسېدونکو ته د ابتدايي روغتيايي خدماتو برابرول بلل شوي دي.
د باختر خبري آژانس، چې د طالبانو تر واک لاندې فعاليت کوي، د دوشنبې په ورځ د وري په لسمه راپور ورکړی چې د دغو مرکزونو د جوړېدو لګښت ۲۷ ميليونه افغانۍ دی. د راپور له مخې، هر مرکز د نږدې څلور زره او پنځه سوه کورنيو د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو ظرفيت لري.
په راپور کې ويل شوي چې د دغو مرکزونو اصلي تمرکز د مور او ماشوم روغتيايي پاملرنې ته دی؛ هغه برخه چې د افغانستان په ډېرو سيمو کې له جدي امکاناتي او خدماتي کمښت سره مخ ده.
د هېواد ډېری لرې پرتو سيمې د کافي زيربناوو او روغتيايي مرکزونو د نشتوالي له امله له منظمو درملنيزو خدماتو بې برخې دي. په دې حالت کې، د لومړنيو روغتيايي مرکزونو جوړول کولای شي د سيمه ييزو اوسېدونکو بېړنۍ اړتياوې تر يوه حده پوره کړي، خو کارپوهان ټينګار کوي چې د روغتيايي اړتياوو دايمي پوره کولو لپاره پراخ پلانونه او دوامداره پانګونه په ټول هېواد کې اړينه ده.




