په یو کال کې له دوو میلیونو ډېر برېښنايي تذکرې وېشل شوې

د احصائيې او معلوماتو ریاست ویلي چې د ۱۴۰۴ لمريز کال په ترڅ کې د هېواد په کچه دوه میلیونه او ۲۸ زره او ۷۹ کسانو برېښنايي تذکره ترلاسه کړې ده. د دې ادارې په وینا، دا لړۍ د ۸۴ برېښنايي تذکرو د وېش او اسانخدمت مرکزونو له لارې په بېلابېلو ولایتونو کې عملي شوې ده.
د ورکړل شوو شمېرو له مخې، له دغو کسانو څخه یو میلیون او ۵۲۹ زره او ۲۴۴ تنه نارینه او ۴۹۸ زره او ۸۳۵ تنه ښځې دي. دغه څرګند توپیر د نارینهوو او ښځو ترمنځ د تذکرو اخیستونکو په شمېر کې، په داسې حال کې رامنځته شوی چې په وروستیو کلونو کې د طالبانو ادارې له خوا پر ښځو لګېدلو محدودیتونو د ښځو لاسرسی عامو خدمتونو ته له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
د احصائيې ریاست زیاته کړې چې د تېر کال په اوږدو کې په کابل ولایت کې د برېښنايي تذکرو تر ټولو ډېره وېش ترسره شوې، او په دې ولایت کې ۵۰۰ زره او ۴۵۶ تذکرې صادري شوې دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د برېښنايي تذکرو د وېش له پیلېدو تر اوسه، په ټول هېواد کې ۱۷ میلیونه او ۴۸۷ زره کسانو دا د پېژندنې سند ترلاسه کړی دی. برېښنايي تذکره د پېژندنې رسمي سند په توګه، د هېوادوالو د اداري، تعلیمي او نورو رسمي چارو په وړاندې کولو کې اساسي رول لري؛ خو د وېش د بهیر شفافیت او د ټولو هېوادوالو، په ځانګړي ډول د ښځو، برابر لاسرسی هغه موضوع ده چې تل د خلکو د بحث او غوښتنې ټکی پاتې شوی دی.




