د خراسان رضوي لوړپوړی چارواکی د سوداګرۍ او امنیت په اړه افغانستان ته سفر کوي

د ایران د خراسان رضوي ولایت لوړپوړي چارواکي غلامحسین مظفري اعلان کړی چې ډېر ژر به افغانستان ته سفر وکړي. نوموړی وايي، دا سفر د هرات د والي له وروستي سفر څخه د ځواب په توګه ترسره کېږي.
ښاغلي مظفري ټینګار کړی چې د دې سفر اصلي تمرکز به د اقتصادي اړیکو پراخولو، د سوداګریزو تبادلو پیاوړتیا او د دواړو لوریو ترمنځ د پولو او امنیتي ننګونو ارزونه وي. دا موضوعات په ځانګړي ډول د لوېدیځ افغانستان د ناثابته امنیتي وضعیت له امله ځانګړی اهمیت لري.
نوموړي زیاته کړې چې د «لهسرحده کرنې» طرحه هم یو له هغو مواردو ده چې د طالبانو اداره پرې دلچسپي لري. دا طرحه په دې مانا ده چې ایران غواړي د افغانستان په خاوره کې کرنیز فعالیتونه ترسره کړي؛ هغه مسأله چې د پوله مېشتو وګړو لپاره مهم اقتصادي او چاپېریالي اغېزې لرلای شي.
مظفري څرګنده کړې چې د دې سفر لپاره لازمې همغږۍ د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لارې روانې دي او د خراسان ولایت اقتصادي ټیم هم اړوندې طرحې چمتو کړې دي.
که څه هم د سوداګرۍ او کرنې اړوند مسایل کولای شي افغانستان ته ګټه ورسوي، خو د طالبانو د ادارې د ضعیف مدیریت او د نظارت نشتون د افغانانو د ګټو د خونديتابه په تړاو جدي اندېښنې راولاړې کړي دي.




