مهم خبرونهنړیوال

د يمن بې‌پيلوټه الوتکې بريد له امله په ايلات کې د خطر زنګونه وشرنګېدل

عبري رسنيو راپور ورکړی چې د يمن له لوري منسوب يو بې‌پيلوټه الوتکې بريد وروسته، د اشغال شويو سيمو په سوېل کې د ايلات ښار د خطر زنګونه فعال شوي دي. د دغو سرچينو په وينا، دغه ډرون د ايلات خليج هوايي حريم ته ننوتی او په سيمه کې د خبرداري حالت اعلان شوی دی.

د اسرائيلو د ۱۲م تلويزيوني شبکې په وينا، له خطر زنګونو سره يو وخت د څو چاودنو غږونه هم په دې سيمه کې اورېدل شوي دي. د راپورونو له مخې، د اسرائيلو دفاعي سيستمونو هڅه کړې چې دا ډرون ونيولي.

ورځپاڼې «يِسرائيل هيوم» هم د خپلو سرچينو له خولې ویلي چې يو بې‌پيلوټه الوتکه د ايلات په خليج کې نيول شوې ده. تر اوسه د مالي زيان يا احتمالي تلفاتو په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

په عين وخت کې د يمن وسلوالو ځواکونو اعلان کړی چې د سيمې د پوځي کړکېچونو د دوام او د ايران اسلامي جمهوريت او هغو ډلو د ملاتړ په موخه چې دوی يې په لبنان، عراق او فلسطين کې د «مقاومت محاذونه» بولي، د اسرائيلو پر ضد پوځي عمليات کوي.

ايلات د اشغال شويو سيمو تر ټولو سوېلي برخه ده چې د سره بحر ترڅنګ موقعيت لري، او په تېرو مياشتو کې څو ځلې د سيمه‌ييزو ډلو د ليرې واټن بريدونو په نښه شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button