شمالي کوريا د فایبر کاربني انجن بريالی ازموینه ترسره کړه

د شمالي کوريا رسمي رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد مشر کیم جونګ اون شخصاً د لوړ زور لرونکي جامد سونګ موشک انجن د ځمکني ازموینې څارنه کړې ده. دا ازموینه د پیونګیانګ د ستراتيژيکو وسلو د پراختیا د پروګرام يوه برخه بلل شوې، خو د ازموینې د وخت او ځای په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.
د شمالي کوريا مرکزي خبري اژانس ویلي چې دغه لوړ پیاوړی انجن د پنځه کلنې دفاعي پروژې په چوکاټ کې جوړ شوی دی او له فایبر کاربني مرکب موادو څخه دی چې اعظمي زور یې ۲۵۰۰ کیلونیوتن ته رسېږي. د دغه هېواد چارواکو دا اقدام د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا په لور يو مهم ګام بللی دی.
دغه ازموینه څو ورځې وروسته له هغه ترسره شوه چې کیم جونګ اون د ایران پر وړاندې د وروستۍ جګړې په اړه د امریکا پر سیاستونو نیوکه وکړه. د شمالي کوريا دولتي رسنۍ همدارنګه راپور ورکړی چې د هېواد مشر د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو تمرینونه او د يو نوي اصلي جنګي تانک ننداره کړې ده.
د فرانس پرېس خبري اژانس د شننونکو په وینا، لوړ زور لرونکي جامد سونګ انجنونه کولای شي د بینالقارهیي بالستیک توغندیو د چمتووالي او توغولو وخت کم کړي او د هغوی موندل ستونزمن کړي. د شننونکو په خبره، دا ټکنالوژي د توغندیو واټن زیاتوي او دا توان ورکوي چې لرې هدفونه، د امریکا خاورې په ګډون، ونيزي.
هونګ مین، د «کوريا ملي یووالي انسټیتيوت» شننونکی، دا پرمختګ د پیونګیانګ د نړیواله کچه د هدف نیونې وړتیا لرونکو توغندیو د ترلاسه کولو هڅه بللې ده.
راپورونه وايي دا د سپتمبر له میاشتې راوروسته د لوړ زور لرونکي جامد سونګ انجن لومړنۍ تایید شوې ازموینه ده. شمالي کوريا تېر کال په سپتمبر کې هم د ټیټ زور لرونکي انجن د ازموینې خبر ورکړی و.
د فرانس پرېس په وینا، له ۲۰۱۹ کال راهیسې چې د پیونګیانګ او متحده ایالاتو ترمنځ ديپلوماتیکې هڅې ودرېدې، د شمالي کوريا د وسلو پروګرامونه چټک شوي دي. خو کیم جونګ اون سږ کال د فبرورۍ په میاشت کې ویلي و چې که واشنګټن د اټومي بېوسلې کېدو غوښتنې پرېږدي، هغه د خبرو اترو د بیا پیل لپاره چمتو دی.




