انور ابراهيم: د طالبانو د رسمیت پېژندنې شرط عدالت او د ښځو حقونه دي

د مالېزيا لومړي وزير انور ابراهيم اعلان کړی چې هېواد به د طالبانو ادارې د رسمیت پېژندنې موضوع د اسلامي همکاریو سازمان له لارې وڅېړي. انور ابراهيم د پنجشنبې په ورځ د وري په شپږمه (د مارچ په ۲۶مه) د طالبانو د سرپرست رئيس الوزرا ملا حسن اخند سره د تليفوني خبرو پر مهال ويلي چې هر ډول پرېکړه په دې اړه به د ځانګړو اصولو په رعايت پورې تړلې وي.
هغه په خپل اېکس (پخواني ټويټر) حساب کې ليکلي چې د طالبانو ادارې احتمالي رسمیت پېژندنه د «عدالت، يووالي، د ښځو او لږکیو د حقونو ملاتړ او د هغوی د زده کړو لاسرسي» له اصولو سره تړاو لري. دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د کوالالمپور او کابل اړیکې په وروستیو میاشتو کې د نږدې کېدو نښې ښکاره کړې دي.
خو د طالبانو اداره له هغه وخت راهيسې چې بيا پر افغانستان واکمنه شوې، له پراخو نړيوالو نیوکو سره مخ ده. د بشري حقونو د جدي سرغړونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخو محدوديتونو له امله، پر طالبانو سختې نيوکې شوې دي. د شپږم ټولګي پورته د نجونو له زده کړو محرومول، د ښځو د کار پر محدوديتونو او د هغوی د ټولنيز ژوند له ډېرو برخو لرې کول هغه موارد دي چې همېشه د بشري حقونو د سازمانونو له انتقاد سره مخ شوي دي.
د مالېزيا د لومړي وزير ټینګار پر دې چې د ښځو او لږکیو حقونه بايد تضمين شي، څرګندوي چې د طالبانو ادارې نړيواله مشروعيت لا هم د افغان وګړو د بنسټیزو حقونو له رعايت سره تړلی دی. دا موضوع تر اوسه د بېلابېلو هېوادونو له لوري د طالبانو د رسمي رسمیت پېژندنې پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه ګڼل کېږي.




