امنیت او پېښېمهم خبرونه

په دايکنډي کې د بارانونو له امله ۲۵ کورونه او ۵۷ جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې

د دايکنډي ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ويلي، د وروستيو بارانونو له امله لږ تر لږه ۲۵ استوګنيز کورونه په بشپړ يا برخه‌يي ډول ړنګ شوي دي. همدارنګه شاوخوا ۵۷ جريبه کرنيزه ځمکه زيانمنه شوې، نږدې ۸۰ کيلومتره سړکونه خراب شوي او ۷۸۸ د مېوې لرونکي او بې مېوې نيالګۍ له منځه تللي دي.

د ياد رياست د خبرپاڼې له مخې، دا شمېرې لومړني دي او د بدلون امکان يې شته. دغه تاوانونه د کيټي، خدير، اشترلي، شهرستان ولسواليو او د دايکنډي د مرکز په برخو کې ثبت شوي دي.

دايکنډي هغه غرنی ولايت دی چې هر کال د بارانونو په موسم کې له طبيعي پېښو لکه سېلابونو او د کليوالو زيربناوو له ويجاړۍ سره مخ کېږي. د دې ولايت اوسېدونکي تر دې مخکې هم د بېړنيو مرستو د نشتوالي او د سړکونو او کرنيزو ساحو د زيانمنېدو له خطر سره خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button