ټولنه‌یزمهم خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت د اسنادو تصدیق خدمات په ولایتونو کې پیل کړل

د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له دې وروسته به د هېواد د بېلابېلو زونونو په کچه د اسنادو تصدیق خدمات وړاندې کېږي او د ولایتونو اوسېدونکي کولای شي خپل اسناد د افغان‌پُست سیمه‌ییزو دفترونو له لارې د بهرنیو چارو وزارت استازولیو ته واستوي.

دغه وزارت ویلي، دا ګام د خلکو د اسنادو د تصدیق خدماتو ته د اسانه لاسرسي لپاره اخیستل شوی، ترڅو اړتیا نه وي چې خلک کابل یا نورو ولایتونو ته سفر وکړي. د دې خدماتو له لارې، د افرادو اسناد به تر استولو وروسته، په کابل کې یا د بهرنیو چارو وزارت په استازولیو کې وکتل شي او تصدیق به شي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، اوس مهال د بهرنیو چارو وزارت په شپږو ولایتونو؛ هرات، بلخ، کندهار، پکتیا، کندز او ننګرهار کې فعالې استازولۍ لري.

که څه هم د دغه خدماتو پیل به کابل ته د سفر اړتیا راکمه او د مراجعينو ګڼې شمېرې کمې کړي، خو د محدودو استازولیو شتون او د خدماتو د شفافیت نشتوالی دا پوښتنې راولاړې کړې چې آیا د هېواد ټول وګړي به ورته خدماتو ته مساوي لاسرسی ولري او که نه.

برسېره پر دې، د طالبانو تر ولکې لاندې ادارو د شفافیت په اړه د خلکو پخوانۍ بې‌باوري هغه اندېښنې راولاړې کړې چې آیا دغه تصدیقونه به د نړیوالو له نظره قانوني اعتبار ولري او که نه.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button